د اتومياشتو نا امنیو ۴۶۲ افغانان وژلي اوتر زرو زیات ټپيان کړي
Oct 14, 2022 12:28 Asia/Kabul
دغې ادارې په يوه تازه راپور کې ویلي د روان کال اتو میاشتو کې د ماینونو او چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي.
د سره صليب نړيوالې ادارې په افغانستان کې د تېرو اتو مياشتو نا امنيو د پېښو او مرګ ژوبلې د شمیرنو په اړه خپلې موندنې خپرې کړې.
دغې ادارې په يوه تازه راپور کې ویلي د روان کال اتو میاشتو کې د ماینونو او چاودنو ۴۳۵ پېښې ثبت شوي.
سرچينه زياتوي: یادو پیښو ۴۶۲ کسان وژلي او له زرو زیات ټپيان کړي چې ۸۰ سلنه یې ملکیان دي.
د طالبانو حاکمې ادارې په دې اړه څه نه دي ويلي.
طالبان په افغانستان کې د بشپړ امنيت د تامين خبر ورکوي.
ټیګونه