په کندوزکې پنځه داعش وسله وال ووژل شول
د هغه په وينا، وژل شويو کسانو له يوې مياشتې راهيسې په دې سيمه کې د ناوړو موخو او د امنيت د ګډوډولو په موخه د استوګنې کور په کرايه نيولى و
د کندز امنیتي چارواکو د کندوز ښار په دوهمه ناحیه کې د پنځه خوارجو د وژلو اعلان وکړ چې د داعش لپاره یوه اصطلاح ده او ویلي یې دي چې دغو کسانو د امنیت د ګډوډولو هوډ درلود.
افغان غږ خبری آژانس وایی د کندز د پولیسو ویاند عبیدا... عبیدی افغان وویل: نن امنیتی ځواکونو د یو کشفی راپور په ترڅ کې د وسله والو پر یوه پټنځای ځانګړی عملیات ترسره کړل. د دويمې ناحيې اړوند د نوی سرک په سيمه کې د خوارج ډلې وسله والو د کندوز پر ښار بريد وکړ او د هغوى له وسله وال مقاومت سره مخ شول، خو له نښتې وروسته يې پنځه تنه ووژل شول.
د هغه په وينا، وژل شويو کسانو له يوې مياشتې راهيسې په دې سيمه کې د ناوړو موخو او د امنيت د ګډوډولو په موخه د استوګنې کور په کرايه نيولى و.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند د امنيتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه جزئيات ورنه کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو چارواکو په ځلونو په هېواد کې د داعش د شتون خبره رد کړې ده، خو د داعش ډلې یا د طالبانو د چارواکو په وینا "خوارج" په ځلونو د هېواد له امنیتي ځواکونو سره نښتې کړي دي.