د افغانستان په هکله د بشري حقوقو د مدافع سازمان رپورټ
د ماشومانو د حقوقو یو مدافع سازمان په یو رپورټ کښې افغانستان د ماشومانو لپاره د نړۍ ډیره بده سیمه وبلله
د افغانستان خلک په تیره بیا ماشومان د امریکايي پوخیانو د دوو لسیزو د نیواکګرۍ په دوران کښې د دغه هیواد د بیخ بیناؤ د نابودیدو په وجه، له سختو نیمګړتیاؤ او اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دي. په دې منځومان کښې واشنګټن په افغانستان باندې د طالبانو د واکمنیدو په پلمه پر دغه هیواد سخت بندیزونه لګولي او د افغانستان د مرکزي بانک لس میلیارډه ډالر یې هم نیولې دي چې له امله یې د افغانستان د خلکو حالات لا خراب شوې دي.
د ماشومانو د حقوقو د سازمان له خوا په شوې رتبه بندۍ کښې پرون وویل شول چې افغانستان د نړۍ په ۱۸۵ هیوادونو کښې له سیرالیون هیواد وروسته د ماشومانو لپاره ترټولو بد او خطرناک هیواد دی.
د ویلو ده چې د طالبانو موقته حکومت د نیوکو په ځواب کښې د خپلو پوځي ځواکونو له لیکو څخه د کم عمره عسکرو لرې کول پیل کړې دي.