امریکایي سرتېري یوه افغانه ماشومه یرغمله کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122690-امریکایي_سرتېري_یوه_افغانه_ماشومه_یرغمله_کړې
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې د امریکا د سمندري ځواک یو سرتیري هغه ا فغانه ماشومه له خپلوانو یرغمل کړې چې د دوی په بمبار کې یې ټوله کورنۍ له منځه تللې وه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 24, 2022 12:38 Asia/Kabul
  • امریکایي سرتېري یوه افغانه ماشومه یرغمله کړې

په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې د امریکا د سمندري ځواک یو سرتیري هغه ا فغانه ماشومه له خپلوانو یرغمل کړې چې د دوی په بمبار کې یې ټوله کورنۍ له منځه تللې وه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو پر مهال د یوې کورنۍ یوه ماشوم یرغمله کړې او امریکې ته له ځان سره بېولې ده.

د طالبانو د حکومت په بیانیه کې راغلې چې دا قضیه به له امریکايي لوري سره په جدي ډول تعقیب شي، ترڅو یرغمل شوې ماشومه بېرته خپلو خپلوانو ته وسپاري.

د یادې ماشومې د کورنۍ ټولې غړې د امریکایانو په برید کې وژل شوی او ماشومه د امریکایي سرتیرې له لوري یرغمله شوې ده.

دا په داسي حال کې دی چي هغه لسګونه زره افغانان چې امریکا له ځان سره وړي، اوس مهال د امریکا په کمپونو کې بې برخه لیکه او له انساني حقونو څخه بې برخې دي.