امریکایي سرتېري یوه افغانه ماشومه یرغمله کړې
په افغانستان کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، داسې شواهد یې تر لاسه کړي چې د امریکا د سمندري ځواک یو سرتیري هغه ا فغانه ماشومه له خپلوانو یرغمل کړې چې د دوی په بمبار کې یې ټوله کورنۍ له منځه تللې وه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چي امریکایي ځواکونو د افغانستان څخه د وتلو پر مهال د یوې کورنۍ یوه ماشوم یرغمله کړې او امریکې ته له ځان سره بېولې ده.
د طالبانو د حکومت په بیانیه کې راغلې چې دا قضیه به له امریکايي لوري سره په جدي ډول تعقیب شي، ترڅو یرغمل شوې ماشومه بېرته خپلو خپلوانو ته وسپاري.
د یادې ماشومې د کورنۍ ټولې غړې د امریکایانو په برید کې وژل شوی او ماشومه د امریکایي سرتیرې له لوري یرغمله شوې ده.
دا په داسي حال کې دی چي هغه لسګونه زره افغانان چې امریکا له ځان سره وړي، اوس مهال د امریکا په کمپونو کې بې برخه لیکه او له انساني حقونو څخه بې برخې دي.