د افغانستان طالبانو په ملګروملتونو نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122712-د_افغانستان_طالبانو_په_ملګروملتونو_نیوکه_وکړه
شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه چارواکي ملګري ملتونه د سترو قدرتونو تابعدار وبلل او د افغانستان په هکله یې د دغه ارګان کړچار غیر منصفانه وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 25, 2022 07:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبانو په ملګروملتونو نیوکه وکړه

شفقنا خبري اژانس وايي د طالبانو یوه چارواکي ملګري ملتونه د سترو قدرتونو تابعدار وبلل او د افغانستان په هکله یې د دغه ارګان کړچار غیر منصفانه وباله.

د طالبانو د  ویاند  مرستیال بلال کریمي په ملګروملتونو باندې نیوکې سره یوځل بیا په دغه ارګان غږ وکړ چې د افغانستان څوکۍ طالبانو ته وسپاري.

هغه وویل ملګري ملتونه د قدرتمنو هیوادونو تر دباو لاندې فیصلې کوي او د نړۍ له هیوادونو سره غیر منصفانه چلند کوي.

بلال کریمي زیاته کړه ملګري ملتونه باید د خپل هویت او د مقام د ساتلو په ترڅ کښې سالم او اغیز شیندونکی کړچار ولري او د سترو قدرتونو تر اغیز لاندې ورنشي او د ملتونو په هکله منصفانه فیصلې وکړي.

طالبان د نړیوالې ټولنې د نظر او د مشروعیت په ترلاسه کولو کښې ناکامه شوي دي او دغه ډله باوري ده چې د دغه غوښتنې په تحقق سره به د دې جوګه وي چې اقتصادي مشکلات کم کړي او د افغانستان د خلکو  ګډوډ حالات سم کړي.

د ویلو ده چې مخکې هم ډیرو هیوادونو ملګري ملتونه د لویدیځو هیوادونو په تیره بیا د امریکا د سیاستونو په پیروۍ کولو تورن کړي دي.