په نورستان کې سلګونو کورنیو سره د خوراکی توکیو مرسته وشوه
د نورستان ځاي چارواکي وایي دژمې تر رارسیدو وړاندې باید دنورستان له بې وزلو سره مرستې ترسره شي
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړو د افغانستان د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون وایي د نورستان ولایت د سرې میاشتې ادارې ددې ولایت په ختیځ کامدیش او برګمټال ولسوالیو کې اته سوه بې وزلو کورنیو سره چې له وړاندې په ګوته شوې وې ،دخوراکي توکیو مرسته وشوه. دنورستان دوالي ویاند وویل په دې مرسته کې هرې کورنۍ ته سل کیلو ګرامه اوړه، پنځه ویشت کیلوګرامه وریجې،لس لیتره غوړي، اته کیلو لوبیا، پنځه کیلو بوره . یوه کیلو چای، مالګه او دغه راز دماشومانو دخورا ځواکۍ دمخینوې بکسټ ورکول شول. سیف الدین لټون وایي دنورستان ولایتی اداره هڅه کوي چې دژمې تر رارسیدو وړاندې ددې ولایت له اړمنو کورنیو سره مرستې ترسره شي. هغه وایي له مرسته کوونکو ادارو یې هم غوښتنه کړې چې د واورو تر وریدو او لارو دبندیدو وړاندې دې د نورستان ولایت له بې وزلو کورنیو سره مرستو ترسره کولو ته راوړاندې شي. نورستان یو غریز ولایت دی چې دژمې په موسم کې پکې پریمانه واورې وریږي. او ولسوالیو ته غزیدلی لارې تر څو میاشتو د ترافیکو پر مخ تړلې وي. خواوشاه درې کاله وړاندې د نورستان ولایت دکامدیش په ولسوالۍ کې دسختوواورو دوریدو له امله یو کلی تر واورو لاندې او لسګونه اوسیدونکو ته مرګ ژوبله واوښته