په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان دوه کمانډران هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i122866-په_افغانستان_کې_د_تحریک_طالبان_پاکستان_دوه_کمانډران_هلاک_شول
د پاکستان د پوځ سره نزدې یوې سرچینې ایکسپریس ټریبیون  خپرونې پرون  راپور ورکړی،د تحریک طالبان پاکستان دغه دوه مهم کمانډران په اسد ا... پهلوان مشهور بسم ا... او مدثر اقبال  دافغانستان په جنوب  کندهار ولایت کې په دوو جلا جلا پيښو کې هلاک شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 29, 2022 09:03 Asia/Kabul
  •  په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان دوه کمانډران هلاک شول

د پاکستان د پوځ سره نزدې یوې سرچینې ایکسپریس ټریبیون  خپرونې پرون  راپور ورکړی،د تحریک طالبان پاکستان دغه دوه مهم کمانډران په اسد ا... پهلوان مشهور بسم ا... او مدثر اقبال  دافغانستان په جنوب  کندهار ولایت کې په دوو جلا جلا پيښو کې هلاک شوي دي.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ،په افغانستان کې دیره دتحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په قوماندانانو اومسئولانو بریدونه په  دا وروستیو شپو ورځو کې زیات شوي دي څه موده مخکې هم د تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي یو مهم کمانډر مولوی عبدا... ګاډی په بم سر ه ا لوزول شوی ؤ.

په راپور کې وئيل شوي د پاکستان د پوځ سره نزدې یوې سرچینې ایکسپریس ټریبیون  خپرونې پرون  راپور ورکړی،د تحریک طالبان پاکستان دغه دوه مهم کمانډران په اسد ا... پهلوان مشهور بسم ا... او مدثر اقبال  دافغانستان په جنوب  کندهار ولایت کې په دوو جلا جلا پيښو کې هلاک شوي دي.

مدثر اقبال چې د پنجاب صوبې سیالکوټ اوسیدونکی دی،څو ورځې مخکې وسلوالو ناپيژاندو تښتولی ؤ چې  مړی ئې پرون په دغې سیمې وموندل شو.

د  افغانستان د طالبانو حکومت دخبر ترمخابیره کیداپورې په دې اړه څه نه دي وئيلي او  ددغې پیښې پړه هم تردې دمه چا په غاړه نه ده اخستې.