ننګرهارکې په دوه جلا پېښو کښې پنځه ملکي وګړي ووژل شو
Oct 31, 2022 12:37 Asia/Kabul
د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست د باختر اژانس مدیر قریشي بدلون وایي د تورخم جلال اباد پر لویه لار د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سیمه کې د یوه موټر سایکل او لارۍ د ټکر به امله دوه تنه وژل شوي او پر سوداګریزو مالونو بار یوه لارۍ چپه شوې او موټر سایکل هم ویجاړ شویدی.
بل پلو عیني شاهدان وایي چې تیرماښام د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو ولسوالۍ اړوند وزیرو سیمه کې یوتن د ځمکې پرسر لفظي شخړې وروسته درې تنه چې سره ورونه وو په ډزو ووژل او پخپله وتښتیده
د ننګرهار ولایتي ادارې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ټیګونه