نړیواله محکمه په افغانستان کې جنایتونه څېړي
د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو په افغانستان کې د جنایتونو په اړه د څېړنو د بیا پيلېدو امر کړی خو ویلي چي تمرکز یې د امریکې او د ناټو په جنایاتو نه دي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې اعلان کړی چي د افغانستان په اړه پلټنې کیږي ځکه دغه هیواد کې د طالبانو حکومت د ادعا شویو جرمونو په اړه سمدلاسه رښتینې څېړنې نه کوي.
د نړیوالې محکمې له اعلامیې سره سم، د افغانستان قضیه به د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان مخته یوسي.
د جرمونو د نړیوالې محکمې د کلني راپور په اساس چې تیره ورځ د محکمې د مشر قاضی پیوټر هافمنسکي له خوا وړاندې شو رغلي چې څېړنې به د هغو ادعا شویو جرمونو په اړه وې چې د طالبانو او د داعش د ترهګرو له خوا شوي وي.
کریم خان له هغه وروسته په نړیواله محکمه کې د لوی څارنوال په توګه وګمارل شو چي وویل په افغانستان کې د امریکایي او ناټو د ځواکونو د جنایاتو په اړه څېړنې نه کوي.
له دې مخکې فاتو بن سودا د نړیوالې محکمې څارنوالې غوښتل چي په افغانستان کې د امریکایانو او ناټو ځواکونو جنایات وڅېړي خو امریکا د هغې د څېړنو مخنیوی وکړ او د فشارونو په نتیجه کې له خپل مقام څخه لیري کړای شوه.
دا په داسي حال کې دی چي د تېرو کلونو په موده کې په افغانستان کې د امریکې او د ناټو د ځواکونو له لوري د ترسره شویو جنایتو په هکله په زرګونو شکایتونه نړیوالې محکمې ته شوي دي.