افغانستان ته نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123040-افغانستان_ته_نور_څلویښت_میلیونه_ډالر_ورکړل_شول
صدای افغان خبري اژانس وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدو مرستو په دوام کښې پرون نور څلویښت میلیونه ډالر کابل ته ورسیدل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 02, 2022 02:19 Asia/Kabul
  • افغانستان ته نور څلویښت میلیونه ډالر ورکړل شول

صدای افغان خبري اژانس وايي له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدو مرستو په دوام کښې پرون نور څلویښت میلیونه ډالر کابل ته ورسیدل.

د امریکا د عسکرو لخوا د افغانستان شل کلن نیواک او کورني جنګ د هیواد بیخ بنایانې تباه کړي دي.

طالبانو ډله چې د تیر میلادي کال د اګست په پینځلسمه نیټه واک ته رسیدلي ده د افغانستان د صنعت او د اقتصاد د مخ ته بیولو لپاره پیسو ته ضرورت لري.

خو امریکا په افغانستان باندې بایکاټ لګولو سره د دغه هیواد کابو لس میلیارډه ډالره کنګل کړي دي.

د افغانستان مرکزي بانک پرون وویل چې له دغه هیواد سره د  مرسته کونکو هیوادونو د بشر دوستانه مرستو د یوې برخې په توګه څلویښت میلیونه نغد ډالر افغانستان ته ورسیدل.

د افغانستان مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې د مرستو په قدرونې سره له هغې وغوښتل چې په نورو برخو کښې هم له افغانستان سره تعامل او ملګرتيا وکړي او له دې لارې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

په دغو  څلویښت میلیونه ډالرو سره له افغانستان سره د نړیوالو  نغدو مرستو اندازه یولس سوه میلیونو ډالرو ته ورسیدله.