د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي لاهم کډه په سر دي
Nov 04, 2022 04:07 Asia/Kabul
د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي خلک تراوسه بې کوره او کډه په سر دي
د افغانستان په ختیځ کښې د پکتیکا ولایت زلزله ځپلي خلک تراوسه بې کوره او کډه په سر دي
څو میاشتې مخکښې د پکتیکا ولایت په مختلفو سیمو کښې یوه زوروره زلزله راغلې وه او د احصائیو له مخې په دغې پیښې کښې کابو زر تنه مړه شوي وو.
د ملګرو ملتو لوړې کمشنرۍ په دې هکله وویل چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کښې د څه باندې ۸ زره کسانو لپاره ۱۰۰۰ کورونه جوړ شوې دي چې ډیر زر به یې وروسپاري.
د ویلو ده چې په وروستیو څو میاشتو کښې په افغانستان کښې د زلزلو او سیلابونو په شمول د طبیعي پيښو له امله خلکو ته د سر او مال درانه تاوانونه اوښتې دي.
ټیګونه