داعش په افغانستان کې د امریکا د ملاتړ وړ ګواښ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123128-داعش_په_افغانستان_کې_د_امریکا_د_ملاتړ_وړ_ګواښ
له دې سره سره چی د طالبانو دولت ژمنه کړی وه په افغانستان کې به د ټولو قومونو لپاره امنیت تامین کړی او له داعش سره به د بی ثباتۍ او ناامنۍ د مهم عامل په توګه چلند وکړی خو په وروستی یوه کال کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې داعش ډلې د خپلې خوښې عملیات ترسره کړي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 04, 2022 13:59 Asia/Kabul
  • داعش په افغانستان کې د امریکا د ملاتړ وړ ګواښ

له دې سره سره چی د طالبانو دولت ژمنه کړی وه په افغانستان کې به د ټولو قومونو لپاره امنیت تامین کړی او له داعش سره به د بی ثباتۍ او ناامنۍ د مهم عامل په توګه چلند وکړی خو په وروستی یوه کال کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې داعش ډلې د خپلې خوښې عملیات ترسره کړي دي

 

 په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش ترهه ګره ډله د یوه ستر ګواښ په توګه بلل شوی ده چی تل د امریکا ملاتړ ورسره دی .

د۲۰۲۱کال په اګست میاشت کی په افغانستان کې قدرت ته د طالبانو له رسیدا راهیسې له داعش ترهه ګرې ډلې سره په چلند کې کمزورتیا سبب شوی ده چی په دغه هیواد کې د ثبات د ټینګولو لپاره د هڅې په هکله د طالبانو دولت له ادعا سره سره د ناامنۍ څپه زیاته شي

له دې سره سره چی د طالبانو دولت ژمنه کړی وه په افغانستان کې به د ټولو قومونو لپاره امنیت تامین کړی  او له داعش سره به د بی ثباتۍ او ناامنۍ د مهم عامل په توګه چلند وکړی خو په وروستی یوه کال کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې داعش ډلې د خپلې خوښې عملیات ترسره کړي دي .

البته باید پام وشی چی داعش په افغانستان او د نړۍ په ځینو نورو سیمو کې د امریکا او د لویدیځې اسیا د ځینو هیوادونو تر ملاتړ لاندې خپلو مرګونو ترهه ګرو عملیاتو ته دوام ورکوي  چی په تیرو کلونو کې ځینو امریکایی چارواکو هم پرې اعتراف کړې دې .

په همدې لړ کې په افغانستان کې د روسیې ځانګړی استازی وايي امریکا او انګلستان په افغانستان کې د داعش دترهګرې ډلې په پیاوړي کولو کې مرسته کوي. د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف  همداراز د داعش د ودې په اړه ویلي چې امریکا له انګلستان سره په ګډه د داعش د پیاوړي کولو په برخه کې مرسته کوي. په داسې حال کې چې د طالبانو مشران د بې پیلوټه الوتکو په واسطه ګواښي.هغه زیاتوی چی امریکایان له برتانوي ملګرو سره یوځای هڅه کوي چې د افغانستان د داعش ډله چې پر ګاونډیو هېوادونو د فشار راوړلو یوه وسیله ده، د  هغې تخریبي امکانات پیاوړي کړي .

په دې زمینه کې د افغانستان د مسایلو کارپیژاندې سید وحید ظهوری په افغانستان کې د داعش له پیاوړتیا د امریکا د هدف په اړه وایی په افغانستان کې د داعش له پیاوړي کولو د امریکا اصلی هدف د روسیې په شان په پیاوړو هیوادونو، د مرکزی اسیا هیوادونو او د چین په شان په مذبوت اقتصاد درلودونکیو هیوادونو د دباونو اعمالول دي تر څو دغه  بالقوه ګواښ په افغانستان کې هغو ته نږدې وساتي .

له دې سره سره چی  دداعش څاروی ډوله اقدامات د نړۍ  د درستو هیوادونو لپاره جوت شوی دي ، خو امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه له دغې ترهه ګرې ډلې په اوزاری استفادې سره هڅه کوی خپل یواړخیزاو ځای غواړي پروګرامونه پرمخ بوځی ، په داسې حال کی چی د دغه سیاست نتیجه په هغو هیوادونو کې د خلکو بی رحمانه وژله ده چی دغه ډله پکې شتون لری .

په وروستی یوه کال کی او په افغانستان کې د طالبانو د دولت په راتلو سره له داعش ډلې د امریکا په ملاتړ سره د دغه هیواد په سلګونو بیګناه خلک مړه او ژوبل شوي دی .

په افغانستان کی دامنیتی او پوځی مسایلو کارپیژاندې جاوید کوهستانی په دې باره کی وایی که داعش په افغانستان کې  ونه ځپل شی نو د دغه هیواد اوګاونډیو او سیمې هیوادونو لپاره به  په یوه سټراټیجیک ګواښ  بدل شی .

دا لیدتوګه موجوده ده چی امریکا ، ځینې لویدیځ او د سیمې عربی هیوادونه په لټه کې دي تر څو په افغانستان کې د داعش په پیاوړی کولو سره دغه ډله د روسیې په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره په یوه ستر ګواښ بدله کړی ترڅو دغه هیوادونه له ستراتیجک پلوه له چیلنج سره مخامخ کړي .

له بده مرغه د طالبانو دولت هم په افغانستان کی د داعش ګواښ په وړکوټی بللو او د دغې ډلې مرګونی اقداماتو سره د مقابلې لپاره ستراتیجۍ نلری او د طالبانو دغه بې پامۍ د خلکو د قربانی کیدا سبب کیږي .