په کابل کې چاودنه شوې
Nov 05, 2022 03:59 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، چې تېر ماښام شاوخوا اته بجې د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د حاجي یعقوب څلورلارې ته څېرمه په یوه هیلکس ډوله موټر کې چاودنه شوې ده.
د ښاغلي ځدراڼ په وینا په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خالد ځدراڼ زیاتوي، چې د چاودنې پر مهال په موټر کې څوک نه وو.
هغه وايي چې تر اوسه د دې چاودنې لامل او نوعیت نه دی روښانه شوی خو په اړه يې لا زياتې پلټنې پيل شوې دي.
ټیګونه