طالبانو د ماسکو غونډې ته په نه بلل کیدا اعتراض وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت د ماسکو غونډې ته د دغه ډلې په نه وربللو اعتراض وکړ.
د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په هکله په ماسکو غونډې کښې ګډون ته د دغه ډلې د نه وربلل کیدا ته په غبرګون کښې وویل له مونږ پرته دغه غونډه نیمګړي ده.
د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په دې زمینه کښې وویل په دا ډول غونډو کښې د طالبانو نه ګډون کول په تعامل باندې منفي اغیز اچولی شي.
بلخي وویل افغانستان همدا اوس یو خپلواکه ، مسوول او جایز حکومت لري او توانیدلی دی چې په ټول هیواد کښې امنیت تامین کړي او سرحدونه امنه وساتي او په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي برخو کښې له ګاونډیو هیوادونو ، سیمې او نړۍ سره رغنده تعامل ولري.
ټاکل شوي ده چې د افغانستان په هکله د ماسکو مشورتي غونډه د روانې نوامبر میاشتې په نیمايي کښې وشي.
په دغه غونډې کښې به د ایران د روسیې د هندوستان د پاکستان د قزاقستان د قیرغیزستان د تاجیکستان د ترکمنستان او د ازبکستان استازي ګډون وکړي او د روسیې چارواکو ویلي دي چې دغه غونډې ته طالبان نه دي وربلل شوي.
طالبانو ډله د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه نیټه د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني د حکومت له څنګ ته کیدا وروسته واک ته رسیدلي ده خو تراوسه هیڅ هیواد یا نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي خو طالبان په دې زمینه کښې زیاتې هڅې کوي چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت وپيژندي.