د افغانستان موقته حکومت زر پاې ته رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123204-د_افغانستان_موقته_حکومت_زر_پاې_ته_رسیږي
تسنیم خبري اژانس وایي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نږدې راتلونکي کښې د دغه حکومت د کار د ختمیدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2022 09:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان موقته حکومت زر پاې ته رسیږي

تسنیم خبري اژانس وایي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نږدې راتلونکي کښې د دغه حکومت د کار د ختمیدا خبر ورکړ.

هغه نن په کابل کښې خبریالانو ته وویل هڅې روانې دي چې په افغانستان کښې نوي شرایط رامینځته شي او موقته حکومت پاې ته ورسیږي.

د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د موقته حکومت د ختمیدا په هکله نور جزیات ورنکړل.

ذبیج الله مجاهد مخکې ویلي وو چې د عادي او د رسمي حکومت جوړول وخت ته اړتیا لري او تر ډیر ثبات پورې به د  اساسي قانون برابرول او د شوراګانو جوړول وځنډیږي.

هغه دغه راز ویلي وو د رسمي کابینې جوړول وخت ته ضرورت لري، اساسي قانون نه دی برابر شوی ، شورا نه ده جوړه شوي او هغه افغانان چې په خارجي هیوادونو کښې وسیږي تراوسه هیواد ته نه دي راستانه شوي ، دا د افغانستان د نوي نظام ارکان دي، هر وخت چې هغه ترسره شول حکومت هم عادي حالت ته ورستنیږي.