په افغانستان کې د انسان د وستۍ مرستې ارزول کیږي
اوچا د بودجې له کمښت سره مخ شوي پردې اساس افغانستان ته د مرستو رسونې کمېږي. ځکه په روان میلادي کال کې د اړتیاوړ بودجه ئې نه ده تامین شوي .
په افغانستان کې د ملګروملتو د انسان دوستۍ دمرستو غږملونکي دفتر(اوچا) په یوې خبرتیا کې ټينګار کړی دی ،په افغانستان کې دانسان دوستۍ مرستې باید په عمومي توګه او کلنۍ بڼه وارزول شي.
د نړیوالو راپورونو په اساس په افغانستان کې د امریکا دنیواکګرۍ په شلو کلونو کې تر ټولو زیات تاوانونه ددغه هیواد ولس ته رسیدلی دی او دمګړئ هم په کرتو نړیوالو اورګانونو ددغه هیواد خلکو د لوږې په باب خبرداری ورکړی دی.دا په داسې حال کې دي چې امریکا همدااوس په چټي پلمو سره د افغانستان د ولس کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ کنګل او مصادره کړي دي.
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، اوچا دفتر نن په خپلې اعلامیې کې وئيلي دي،هڅه کیږي څو د افغانستان په باب داقتصادي بحران، سیاسی بې ثباتۍ او طبعیي پيښو، کرونائي بحران او بې وځلۍ له امله د تاوانونو دمشخص کولو لپاره ارزونې وشي.دا اعلامیه په داسې حال کې خپریږي،چې اوچا ادارې له دې مخکې وئيلی وو،د بودجې له کمښت سره مخ شوي پردې اساس افغانستان ته د مرستو رسونې کمېږي. ځکه په روان میلادي کال کې د اړتیاوړ بودجه ئې نه ده تامین شوي .