د افغانستان د پخواني وزیر خارج ته په تلو بندیز ولګید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123274-د_افغانستان_د_پخواني_وزیر_خارج_ته_په_تلو_بندیز_ولګید
زمونږ خبریال وايي د طالبانو حکومت د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور او د کورونو د چارو د پخواني وزیر محمود کرزي بهر ته په تلو د بندیز خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 08, 2022 00:48 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پخواني وزیر خارج ته په تلو بندیز ولګید

زمونږ خبریال وايي د طالبانو حکومت د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ورور او د کورونو د چارو د پخواني وزیر محمود کرزي بهر ته په تلو د بندیز خبر ورکړ.

د افغانستان رسنیو راپور ورکړ د طالبانو ځواکونو پرون په کابل هوايي ډګر کښې خارج ته د پخواني ولسمشر حامد کرزي په حکومت کښې د کورونو د وزیر محمود  کرزي د سفر  مخه ونیوله.

محمود کرزی د خپل ورور حامد کرزي د حکومت په وخت کښې د کابل بانک یو ونډه لرونکی و.

که څه هم تراوسه د افغانستان د پخواني حکومت ډیر چارواکي د طالبانو د حکومت لخوا تر دباو  یا څارنې لاندې دي خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي پرون رسنیو وویل چې خارج ته د محمود کرزي په تلو باندې بندیز له سیاسي موضوعګانو سره ارتباط نلري.