طالبان یوشمیر هیوادونو ته د کار لپاره کابو ۶۵زره افغانان لیږدوي
ځينو هېوادونو تازه د افغانستان له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې چې یاد شمېر افغان کارګر به خپلو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې د کارګرو په توګه ومني.
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان وايي چې د یوشمېر هېوادونو سره د شوې هوکړې له مخې ۶۵زره افغان کارګر د کار لپاره بهرنیو هېوادو ته لېږي.
باختر خبري اژانس نن سهشنبه د لړم ۱۷مه د یاد وزارت د مرستیال مخدوم عبدالسلام له قوله پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه افغان کارګر به قطر، سعودي عربستان او ترکیې ته د کار کولو لپاره ولېږدول شي.
مخدوم عبدالسلام زیاته کړې چې دغو درېوو هېوادونو تازه د ا.فغانستان له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې چې یاد شمېر افغان کارګر به خپلو هېوادونو کې په بېلابېلو برخو کې د کارګرو په توګه ومني.