ننګرهار او لغمان کښې پروژو کار پیل کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123388-ننګرهار_او_لغمان_کښې_پروژو_کار_پیل_کړی
زمونږ خبریال وايي د ننګرهار او لغمان ولایتونوکې د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو ګڼې پروژې پېل او یا هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 10, 2022 04:04 Asia/Kabul
  • ننګرهار او لغمان کښې پروژو کار پیل کړی

زمونږ خبریال وايي د ننګرهار او لغمان ولایتونوکې د څښاک د پاکو اوبو چمتو کولو ګڼې پروژې پېل او یا هم ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د ننګرهار ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریس مولوي قسمت الله مبارز وایي د دې ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند د ککړک په کلي کې د (NRC) موسسې په څه باندې پنځه ملیونه افغانۍ مالي او تخنیکي مرسته د څښاک د پاکو اوبو یوه پروژه تر جوړیدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 دکلیو پراختیا او بیا رغاونې ریس وویل د دې پروژې نه په ګټه اخیستنې  د سیمې ۱۷۵۰۰ تنو اوسیدونکو ته چې پخوا یې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسې نه درلود پاکې اوبه برابرې شوې.

 بل پلو د لغمان ولایت د کلیو پراختیا او بیا رغاونې ریس مولوي محمد ظاهر زرکمر وایي  د(IRC) مرستندویه ادارې د اته ویشت ملیونه افغانیو په مالي مرسته د دې ولایت په مرکز مهترلام او قرغه یی ولسوالۍ کې د څښاک دپاکو اوبو ۷۴ څاه ګانې ورغول شوې او دغه راز د لمریزې بریښنا دوه پروژو جوړولو او د څښاک د پاکواوبو د دولسو ژورو څاه ګانو د کیندلو چارې پېل شوې.

 مولوي زرکمر ویلي چې د دې پروژو په پرانسته او پېل سره نه یوازی داچې خلکو ته به د څښاک پاکې اوبه چمتو شي بلکې د سیمې لسګونو اوسیدونکو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې وه.