کابل د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې لپاره کاندید کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i123508-کابل_د_اسلامي_نړۍ_د_کلتوري_پلازمینې_لپاره_کاندید_کیږي
تسنیم خبري اژانس وايي د اسلامي ملګرتیا موسسې د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر سره په کتنه کښې په دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال کښې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د کابل د انتخابیدا د بهیر د تعقیبولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 13, 2022 10:27 Asia/Kabul
  • کابل د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې  لپاره کاندید کیږي

تسنیم خبري اژانس وايي د اسلامي ملګرتیا موسسې د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت له خارجه وزیر سره په کتنه کښې په دوه زره څلرویشتم(۲۰۲۴) میلادي کال کښې د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د کابل د انتخابیدا د بهیر د تعقیبولو خبر ورکړ.

د ویلو ده چې له دې مخکې هم په دوه زره دیارلسم میلادي کال کښې د افغانستان غزني تاریخي ښار د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه ټاکل شوی و.

د اسلامي ملګرتیا موسسې د سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت او د دغه موسسې د سیاسي چارو مرستیال یوسف بن محمد الضبیعي کابل ته په سفر کښې د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره کتنه او خبرې وکړې.

د طالبانو د موقته خارجه وزارت نن په یوې خبر پاڼه کښې وویل په کابل کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې د دفتر په رسمي ډول پرانیستل، په افغانستان کښې د اسلامي نړیوال پوهنتون جوړول او د دوه زره څلرویشتم میلادي کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمینې په توګه د کابل د انتخابایدا د بهیر تعقیبول د دغه کتنې په چورلیزونو کښې شامل وو.

د اسلامي ملګرتیا موسسې د  سرمنشي ځانګړي استازي طارق بخیت د طالبانو له خارجه وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کښې وویل د دغه موسسې د خارجه وزیرانو د ځانګړي غونډې د فیصلو د اجرا کولو لپاره کابل ته ورغلی دی.

امیر خان متقي هم په دغه کتنې کښې له افغانستان سره د اسلامي ملګرتیا موسسې د بشر دوستانه مرستو د قدرونې په ترڅ کښې وویل د طالبانو حکومت د اسلامي ملګرتیا غړي هیوادونه په افغانستان کښې د پانګونې له لارې د متقابلو ګټو فرصتونو ته وروبلل.