Nov 18, 2022 05:08 Asia/Kabul
  • طالبانو د ماسکو د غونډې هرکلی وکړ

زمونږ خبریال وايي د طالبانو د حکومت خارجه وزارت د افغانستان په هکله د ماسکو د غونډې د ترسره کیدا هرکلی وکړ.

د افغانستان په موضوع سره د ماسکو یوه ورځنۍ غونډه د طالبانو د حکومت د استازیو له ګډون پرته د ایران د اسلامي جمهوریت په شمول د بیلابیلو هیوادونو د استازیو په ګډون سره پرون پاې ته ورسیدله.

د ګډون کوونکو هیوادونو استازیو د ماسکو د غونډې په پاې کښې د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو باندې د ټینګار په ترڅ کښې د طالبانو لخوا د پراخ بنسټه حکومت په جوړولو ټینګار وکړ.

د افغانستان د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون وویل د طالبانو حکومت د افغانستان په هکله د هر ډول سیمه ییز سازوکار هرکلی کوي او د پراختیا موندلي ، د بې طرفه ، خپلواکه ، متحده او د سوله ییز افغانستان په هکله د ماسکو د غونډې د ګډونوالو دریځونه ګټور ګڼي.

د طالبانو خارجه وزارت دغه راز د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د چټکوالي لپاره د ماسکو په غونډې کښې د سیمې د هیوادونو د ټینګار قدرونه وکړه.

د طالبانو د خارجه وزارت د بیانیې پراساس زمونږ حکومت باوري دی چې د افغانستان او د سیمې د هیوادونو امنیت او ثبات له یوبل سره غوټه خوړلي ده پر دې اساس مونږ هیڅ هیواد ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان له خاورې ګاونډیو او د سیمې هیوادونو ته ګواښ وشي او مونږ دغه راز د ترهګرو او د فتنه اچونکو ډلو او له نشه ییزو موادو سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي دي.

 

ټیګونه