افغانستان کښې د ښځو د حقوقو خلاف ورزیانې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124104-افغانستان_کښې_د_ښځو_د_حقوقو_خلاف_ورزیانې_دوام_لري
ایرنا خبري اژانس وايي د بښنې نړیوالې موسسې په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو د خلاف ورزیو په دوام نیوکه وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 27, 2022 11:09 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ښځو د حقوقو خلاف ورزیانې دوام لري

ایرنا خبري اژانس وايي د بښنې نړیوالې موسسې په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو د خلاف ورزیو په دوام نیوکه وکړه.

په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو په خلاف ورزیو باندې د بښنې د نړیوالې موسسې ایمنیسټي ایڼټرنیشتل دغه نیوکه په داسې حال کښې ده چې د طالبانو د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي دي چې په ښځو باندې د تیریو او تاوتریخوالي تر ټولو زیات موردونه د ډیموکراسۍ په ادعا کونکو لویدیځو هیوادونو کښې ثبت شوي دي.

د نوامبر د میاشتې پینځویشتمه نیټه د ښځو پرضد د نه تاوتریخوالی د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوي ده.

د روان کال د دغه ورځې شعار متحد شئ  د ښځو او د انجلیو پرضد د تاوتریخوالی د ختمولو لپاره فعالیت دی.

د بښنې د نړیوالې موسسې په راپور کښې ویل شوي دي په داسې شرایطو کښې چې د افغانستان ښځې له تاوتریخوالي سره مخامخ دي له بشري حقوقو د ملاتړ لپاره د هغوې په مبارزې باید سترګې پټې نکړې شي.

له دې مخکې په افغانستان کښې د ملګروملتونو نمایندګۍ هم ویلي وو چې افغانستان د ښځو د حقوقو د خلاف ورزۍ په هکله په یوه تر ټولو بد هیواد بدل شوی دی.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د ښځو پرضد له تاوتریخوالي سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه پیغام کښې د انجلیو او د ښځو پرضد د تاوتریخوالي د ختمولو لپاره د هڅو غوښتنه وکړه.

طالبانو په افغانستان کښې د ښځو د حقوقو د خلاف ورزیو په هکله د نړیوالو ټولنو ادعا ګانې رد کړي دي.