کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې شوي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې شوي دي او یو ساتونکي وژل شوی دی.
دغه ډزې هغه وخت شوي دي چې د پاکستان د سفارت شارډز عبیدالرحمان نظاماني د سفارت دننه ګرځیده.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کابل کښې د پاکستان په سفارت حمله وغندله.
هغه وویل مونږ په کابل کښې د پاکستان په سفارت باندې د حملې د تحقیق سمدستي غوښتنه کوو.
بل خبر دا چې په کابل کښې د ګلبدین په مشرۍ د حزب اسلامي په مرکز باندې نن دریو ناپیژاندو وسله والو کسانو په په ګاډي سره چې چاودیدونکي مواد پکښې بار وو حمله وکړه او هڅه یې وکړه چې مرکز ته ورننوځي خو دوه حمله کونکي ووژل شول او کومه تاوان نه دی رسیدلی.
د حملې په وخت ګلبدین حکمتیار د ودانۍ دننه و خو هغه بچ پاتی شوی دی.
ویل کیږي چې دریم حمله کونکی نیول شوی دی کوم چې ژوبل دی.