ملا یعقوب له معتصم اغا جان سره لیدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124624-ملا_یعقوب_له_معتصم_اغا_جان_سره_لیدلي
له نوموړي سره د ملا یعقوب او انس حقاني د لیدنې جزییات نه دي رسنيز شوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 09, 2022 09:39 Asia/Kabul
  • ملا یعقوب له معتصم اغا جان سره لیدلي

له نوموړي سره د ملا یعقوب او انس حقاني د لیدنې جزییات نه دي رسنيز شوي.

د طالبانو د حاکمې ادارې دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد اماراتو ته د سفر پر مهال د طالبانو د تېرې واکمنۍ له یوه مهم چارواکي سره، چې له طالبانو څخه خواشينی و، لیدلي دي.

معتصم اغا جان، چې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د دوی د ماليې وزير و، د جمهوري نظام پر مهال یې د طالبانو او افغان دولت د مذاکراتو هڅې کولې.

له نوموړي سره د ملا یعقوب او انس حقاني د لیدنې جزییات نه دي رسنيز شوي.

مشهورخبریال سميع يوسفزی وايي، چې دا ليدنه د طالبانو په پالیسۍ کې لوی مثبت بدلون دی.

نوموړی زیاتوي طالبان د منزوی شوي مشرانو لپاره پخوا صفر درجه زغم لرلو چی دملا یعقوب دا نوښت  دنرمښت نښه بلل کیږی

معتصم اغاجان په يوه مرکه کې د نجونو له زده کړو دفاع کړې او ویلي وو، چې لوڼو ېې په اسلامي هېوادونو کې تر لوړو کچو زده کړې کړي دي.

 ملا یعقوب اماراتو ته د سفر پر مهال په یوه وینا کې وویل، چې افغانستان د ۴۴ ميليونه خلکو کور دی، خلک ېې بیلا بیل مزاجونه لري او ټول باید په سياسي، اقتصادي او نظامي برخو کې فعال وي.