د طالبانو په واکمنۍ سره د فساد مخه نیول شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124660-د_طالبانو_په_واکمنۍ_سره_د_فساد_مخه_نیول_شوې_ده
خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2022 10:09 Asia/Kabul
  • د طالبانو په واکمنۍ سره د فساد مخه نیول شوې ده

خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

د طالبانو د رئيس الوزرا اداري مرستیال فاریاب ته په خپل سفر کې ولدعا وکړه چې د طالبانو په راتلو سره په ټولو برخو کې شفافیت تامین شوی او د فساد او رشوت مخه نیول شوې ده.

زمونږ خبریال د افغان غږ خبری آژانس  له قوله راپور راکوی عبدالسلام حنفي په میمنې ښار کې د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په ګډون په یوه غونډه کې وویل: چې طالبان هوډ لري ولس ته صادقانه خدمت وکړي او د پوهنې، روغتیا، لوړو زده کړو، کرنې، څښاک پاکو اوبو او سړکونو په برخو کې د ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د یاد وزارت د مرستیال په وینا، پخوا به د کارکوونکو معاشونه ۷۰ سلنه له بهرنۍ بودیجې او یوازې ۳۰ سلنه یې له داخلي بودیجې ورکول کېدل، خو د طالبانو له جوړېدو سره د ۸۳۰ زره دولتي مامورینو داخلي بودیجې څخه تامنیږي .

خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

د رئيس الوزرا اداري مرستیال دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د هېواد د شمال اوسېدونکي د سړې هوا له راتګ سره د بې کارۍ او د اومو موادو او سونګود بیو له لوړېدو شکایت کوي