افغانستان د پولیو د له منځه وړلو په درشل کې دی
Dec 12, 2022 02:00 Asia/Kabul
افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازینی هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي افغانستان د پولیو له بشپړې له منځه وړلو څخه یوازې څو قدمه لرې دی.
افغان غږ خبری آژانس وایی افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازینی هیوادونه دي چې د پولیو په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د پولیو له منځه وړل به د واکسیناتوران سخت کار وي.
دغه سازمان تر دې وړاندې هم ویلي وو چې افغانستان د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوی دی.
ټیګونه