ملګروملتونو طالبانو او میانمار ته د څوکیو ورکول ځنډولي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124934-ملګروملتونو_طالبانو_او_میانمار_ته_د_څوکیو_ورکول_ځنډولي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د باور لیک کمیټۍ د دوهم ځل لپاره د افغانستان طالبانو او د میانمار پوځي حکومت ته د څوکۍ ورکول وځنډول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2022 01:41 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو طالبانو او میانمار ته د څوکیو ورکول ځنډولي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو د باور لیک کمیټۍ د دوهم ځل لپاره د افغانستان طالبانو او د میانمار پوځي حکومت ته د څوکۍ ورکول وځنډول.

ملګروملتونو تیر کال یو پریکړه لیک تصویب کړ چې پراساس یې په ملګروملتونو کښې د خپلو هیوادونو د څوکیو د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کښې د طالبانو د حکومت او د میانمار د پوځ غوښتنې وځڼډولې.

ویل کیږي چې د میانمار د پوځ او د طالبانو د استازیو له شتون سره د ملګروملتونو موافقت په نړیوال ډګر کښې د دوې په رسمیت د پیژندلو لپاره یو ګام ګڼل کیږي.

د ملګروملتونو د عمومي ټولنې د باور لیک کمیټۍ په دودیز ډول له یوبل سره په توافق کولو سره د غړیو د باور لیکونو په هکله فیصلې کوي او یوشان نظر ته رسیږي.