د افغانستان پخوانې ولسمشر کرزی ترکېې ته تللی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i124974-د_افغانستان_پخوانې_ولسمشر_کرزی_ترکېې_ته_تللی_دی
حامد کرزي څه موده مخکې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه د دغه بهرني سفر اجازه ترلاسه او د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په لومړي ځل له کابله په بهرني سفر ووت.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 17, 2022 03:50 Asia/Kabul
  • د افغانستان پخوانې ولسمشر کرزی ترکېې ته تللی دی

حامد کرزي څه موده مخکې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه د دغه بهرني سفر اجازه ترلاسه او د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په لومړي ځل له کابله په بهرني سفر ووت.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی له متحده عربي اماراتو او جرمني وروسته ترکېې ته په سفر ورغلی او هلته ممکن د طالبانو د ادارې له ځینو مخالفو څېرو سره‌ چې د افغانستان د نجات لپاره د مقاومت د عالي شورا  په نوم فعالیت کوي وويني.

د دغه سفر او ممکنه لیدنو په اړه د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر او نورو لوریو په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

حامد کرزي څه موده مخکې د طالبانو له حاکمې ادارې څخه د دغه بهرني سفر اجازه ترلاسه او د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په لومړي ځل له کابله په بهرني سفر ووت.

نوموړی په اعلامیو کې يې له طالبانو په پرله پسې ډول غواړي، چې د افغانستان د بحران د حل لپاره د ملي روغې جوړې پروګرام پيل کړي.

طالبانو په دې اړه د حامد کرزي، نورو افغان سیاستوالو او نړيوالې ټولنې غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی