طالبانو د ملګرو ملتو په رپورټ نیوکه وکړه
د طالبانو ویاند په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ملګرو ملتو رپورټ (له حقیقته لرې) وباله
ملګرو ملتو په دې وروستیو کښې په یو رپورټ کښې طالبان د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړل او له دغې ډلې یې وغوښتل چې د تبعیض او بې انصافۍ د مخنیوي په هکله پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ملګرو ملتو د افغانانو د بنیادي حقوقو او آزادیو د محدودولو په تیره بیا د ښځو او جینکو د آزادیو او هم داشان د هغوي لپاره د زده کړې او کار په لړ کښې د طالبانو له خوا په محدودیتونو باندې نیوکه کړې ده.
د صدای افغان خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په افغانستان کښې د بشري حقوقو د حالت په هکله د ملګرو ملتو وروستي رپورټ ته په غبرګون کښې وویل: د طالبانو حکومت عمومي عفوه او بخښنه اعلان کړې او د تیر حکومت هغه لسګونه زره کارکونکي چې په مختلفو برخو کښې یې کارونه کول، خپل عادي ژوند ته دوام ورکوي.
د طالبانو د ډلې ویاند چې د خپل سرو اعدامونو، د پراخ بنسټه حکومت له جوړولو د ډډه کولو او د ښځو او نجونو د کار او زده کړې د دوام د مخنیوي په وجه د بشري حقوقو د ارګانونو له خوا له نیوکو سره مخامخ ده، زیاده کړه: د افغانستان د بشري حقوقو د حالاتو په هکله د ملګرو ملتو رپورټ له حقیقته لرې دی او په دې هیواد کښې د بشري حقوقو خلاف ورزي نشته.
د ویلو ده چې طالبانو له خپلو ژمنو سره سره د تیر میلادي کال په آګست کښې په افغانستان باندې له واکمنیدو راهیسې له شپږم کلاس پورته نجونو ته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.