افغانستان د یلدا شپې په درشل کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125144-افغانستان_د_یلدا_شپې_په_درشل_کې
د یلدا شپې په درشل کې، افغانان د دې تاریخي او کلتوري مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 20, 2022 15:13 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې د یلدا شپه
    په افغانستان کې د یلدا شپه

د یلدا شپې په درشل کې، افغانان د دې تاریخي او کلتوري مراسمو د ترسره کولو لپاره چمتووالی نیسي.

له کابل څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، په افغانستان کې هم د ایران په څېر د د چلې شپې په توګه د یلدا له شپې یادونه کوي.

د کابل د وچو او لمدو مېوو پلورونکي، د یلدا شپې اړونه مېوې چمتو کوي او بازار ته یې د پلور لپاره راوړي ترڅو هېوادوال تري د یلدا په شپه کار واخلي.

د یلدا شپه زرګونه کلونه کېږي چې په افغانستان کې تري نمانځنه کېږي او دا دود په دې هېواد کې له یوه نسل څخه بل نسل ته لېږدول کېږي.