ګوتریش د افغان انجلیولپاره د لوړوزده کړوپه بندیزاندیښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125164-ګوتریش_د_افغان_انجلیولپاره_د_لوړوزده_کړوپه_بندیزاندیښنه_څرګنده_کړه
د ملګروملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش په یوه بیانیه کی وویل د طالبانو په نوی فیصلې سخت اندیښمن دې او له هغویې غوښتي دي په ټولو سویو کې زده کړو ته په رسیدا کې برابری تضمین کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2022 08:10 Asia/Kabul
  • ګوتریش د افغان انجلیولپاره د لوړوزده کړوپه بندیزاندیښنه څرګنده کړه

د ملګروملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش په یوه بیانیه کی وویل د طالبانو په نوی فیصلې سخت اندیښمن دې او له هغویې غوښتي دي په ټولو سویو کې زده کړو ته په رسیدا کې برابری تضمین کړي .

د فرانس پریس له راپور سره سم د ملګروملتو سرمنشی انتونیو ګوتریش په یوه بیانیه کی وویل د طالبانو په نوی فیصلې سخت اندیښمن دې او له هغویې غوښتي دي په ټولو سویو کې زده کړو ته په رسیدا کې برابری تضمین کړي .

طالبانو په افغانستان کې بیرته واک ته په رسیدا سره  دانجونو په وړاندې له شپږم صنفه د پورته  درسونو  دروازې وتړلې  او دغه راز ئې په ادارو کې  کارکونکي ښځې  هم په کورونو کې کیښونلي دي ،حال دا چې  د طالبانو  موقته حکومت بیا هم دنړیوال رواوالي دترلاسه کولو هڅه کوي چې  د میرمنو  دحقوقو رعایتول د نړیوالې ټولنې تر ټولو لومړنۍ  غوښته ده.

د طالب حکومتي کابینې له غونډې وروسته دغه فیصله اعلان شوې  ده دغې فیصلې د ښځو او  انجونو پر حقوقو د طالبانو په واکمنۍ کې یو بل سخت ګوزار حسابیږي.

داپه داسې حال کې دي چې   د لوړو زده کړو د منع کیدا دغه فیصله  هاله شوې چې له دریو میاشتو هم کمه موده کیږي ، چې په درست افغانستان کې په زرګونو ښځو اوا نجونو پوهنتونونو ته د رسیدا لپاره  عمومی کنکور امتحانونه ورکړي او ډيرو دا هیله درلوده  چې تدریس اوطبي څانګې د راتلونکي کار په توګه وټاکي خو بیا هم ونه شوه.

په عین حال کې  د ملګروملتو د بیړنیو مرستو غږملونکي مارتین ګریفیتس  هم پرون  دافغانستان په باب دامنیت شورا  په ناستې  وئیلی دي ،په افغانستان  کې پر میرمنو او انجونو د هرې ورځې خنډ او محدودیّتونه ، په دغه هیواد کې د انسان دوستۍ په فعالیتونو کې د میرمنو د ګډون  مخه نیسي.

 همداراز په افغانستان کې د ملګروملتو د مرستیالۍ  دپلاوي ددفتر مشرې رزااونببایوا هم هغو زیاتیدونکو چیلنجونو ته په اشارې سره چې افغان میرمنې او انجونې ورسره لاس اوګریوان دي ، ټينګار وکؤ، له کار او پرانیستو فضاؤ څخه دمیرمنو محرومول  افغانستان ته سخت  تاوان رسوي.