ملګروملتودافغانستان د پیسو په بندیزاندېښنه څرګنده کړه
تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼلی و.
ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان د شتمنیو په بندولو اندېښنه ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس وایی د بشری چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارتین ګریفیتس د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلی: د هغو بانکونو ستونزې چې د افغانستان دننه خپلې مالی او پولی چارې ترسره کوی د څه مودې لپاره پاتې شي
هغه زیاته کړه: له افغانستان سره د نړیوالو راکړو ورکړو د بشپړ بیا پیل لپاره باید د بانکي معاملو لپاره بشري معافیت په پام کې ونیول شي.
تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼلی و.
د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له سقوط سره د امريکا له لوري تر ۹ ميليارده زياتې افغانۍ بندې شوې، چې دې کار د افغانستان بانکي سيسټم ته سخت ګوزار ورکړ او سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړل.