ملګروملتودافغانستان د پیسو په بندیزاندېښنه څرګنده کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125240-ملګروملتودافغانستان_د_پیسو_په_بندیزاندېښنه_څرګنده_کړه
تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼلی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2022 08:03 Asia/Kabul
  • ملګروملتودافغانستان د پیسو په  بندیزاندېښنه څرګنده کړه

تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼلی و.

ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې د بشري چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د افغانستان د شتمنیو په بندولو اندېښنه ښودلې ده.

افغان غږ خبری آژانس وایی د بشری چارو لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشی مرستیال مارتین ګریفیتس د دغه سازمان امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلی: د هغو بانکونو ستونزې چې د افغانستان دننه خپلې مالی او پولی چارې ترسره کوی د څه مودې لپاره پاتې شي

هغه زیاته کړه: له افغانستان سره د نړیوالو راکړو ورکړو د بشپړ بیا پیل لپاره باید د بانکي معاملو لپاره بشري معافیت په پام کې ونیول شي.

تر دې مخکې د افغانستان د مرکزي بانک د عالي شورا غړي شاه محرابي د هېواد پر بانکي سیستم بندیزونه د افغانستان د اوسني اقتصادي بحران اصلي لامل ګڼلی و.

د يادونې وړ ده، چې د تېر حکومت له سقوط سره د امريکا له لوري تر ۹ ميليارده زياتې افغانۍ بندې شوې، چې دې کار د افغانستان بانکي سيسټم ته سخت ګوزار ورکړ او سوداګر يې له ستونزو سره مخ کړل.