طالبان باید د زده کړو دحقوقوپه تضمین سره وضعیت سم کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125248-طالبان_باید_د_زده_کړو_دحقوقوپه_تضمین_سره_وضعیت_سم_کړي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خبرونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو وویل د زده کړو حق یو له اساسي بشري حقونو او آزادیو څخه دی او باید له هیچا څخه وانه خیستل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2022 09:06 Asia/Kabul
  • طالبان باید د زده کړو دحقوقوپه تضمین سره وضعیت سم کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خبرونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو وویل د زده کړو حق یو له اساسي بشري حقونو او آزادیو څخه دی او باید له هیچا څخه وانه خیستل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د لوړو زده کړو وزارت د مشر له لوري د نجونو د زده کړو له ځنډولو وروسته ویلي، چې زده کړه له بشري حقوقو او آزادیو څخه ده، نو له همدې امله مسکو له طالبانوهیله لري، چې د دې وضعیت د تضمين په برخه کې دې وضعیت سم کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په افغانستان کې د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز د خبرونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره مو وویل د زده کړو حق یو له اساسي بشري حقونو او آزادیو څخه دی او باید له هیچا څخه وانه خیستل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې ورځې وړاندې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډولو اعلان وکړ. د لوړو زده کړو وزارت دغه اقدام له داخلي او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی دی.