طالبانو په کندهاراوهرات کې د لاریونونو مخه ونیوله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125252-طالبانو_په_کندهاراوهرات_کې_د_لاریونونو_مخه_ونیوله
په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2022 10:32 Asia/Kabul
  • طالبانو په کندهاراوهرات کې د لاریونونو مخه ونیوله

په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.

 

طالبانو نن په کندهار کې د خپلې هغې پرېکړې خلاف چې د نجونو د پوهنتوني زده کړو مخه نیسی د محصلانو د لاریون مخه ونیوله .

د کندهار د میرویس پوهنتون محصلانو غوښتل چې لاریون وکړي خو طالبانو په پوهنتون کې د سختو امنیتي اقداماتو په وسیله محصلان پرې نه ښودل چې لاریون وکړي.

له بلې خوا نن په هرات کې یو شمېر ښځې د طالبانود پالیسیو په اعتراض کې واټونو ته راووتې.

دوی غوښتل چې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر لور ته لاریون وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله.

په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.

همداراز یو شمېر محصلانو د نجونو د زده کړو خلاف د طالبانو پر پرېکړه د اعتراض په دود درسي ټولګیو ته له حاضریدو ډډه کړې ده.