طالبانو په کندهاراوهرات کې د لاریونونو مخه ونیوله
په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.
طالبانو نن په کندهار کې د خپلې هغې پرېکړې خلاف چې د نجونو د پوهنتوني زده کړو مخه نیسی د محصلانو د لاریون مخه ونیوله .
د کندهار د میرویس پوهنتون محصلانو غوښتل چې لاریون وکړي خو طالبانو په پوهنتون کې د سختو امنیتي اقداماتو په وسیله محصلان پرې نه ښودل چې لاریون وکړي.
له بلې خوا نن په هرات کې یو شمېر ښځې د طالبانود پالیسیو په اعتراض کې واټونو ته راووتې.
دوی غوښتل چې په هرات کې د طالبانو د والي د دفتر لور ته لاریون وکړي خو طالبانو یې مخه ونیوله.
په وروستیو ورځو کې په ننګرهار او تخار کې هم یو شمېر محصلانو د طالبانو د پرېکړې پر ضد اعتراضونه کړي دي.
همداراز یو شمېر محصلانو د نجونو د زده کړو خلاف د طالبانو پر پرېکړه د اعتراض په دود درسي ټولګیو ته له حاضریدو ډډه کړې ده.