کرزی کابل ته ستون شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125276-کرزی_کابل_ته_ستون_شو
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی څو اروپايي او آسیايي هیوادونو ته د خپل سفر له ختمولو وروسته کابل ته رسیدلی دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 25, 2022 04:09 Asia/Kabul
  • کرزی کابل ته ستون شو

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی څو اروپايي او آسیايي هیوادونو ته د خپل سفر له ختمولو وروسته کابل ته رسیدلی دی

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي څو ورځې مخکښې له هیواده بهر لاړ او د افغانستان له ځینو سیاسي شخصیتونو او د متحده عرب اماراتو، جرمني او ترکیې له چاروکو سره یې ملاقاتونه وکړل.

د حامد کرزي دفتر له اوولس ورځني سفر څخه کابل ته د هغه د ستنیدو د خبر په اعلانولو سره وویل چې پرون یې په کابل کښې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره هم وکتل.

ویل کیږي چې کرزي په دغه ملاقات کښې په افغانستان کښې د نجونو د ښوونځیو او تعلیمي مرکزونو او پوهنتونونو د سمدستي پرانستل کیدو په ضرورت باندې ټنیګار کړی دی.