د افغان مهاجرینوپه باب دې دایران څلوراړخیزې ناستې موافقه عملي شي
مولوي راشد په ایران کې دافغان کډوالو د وضعیّت په باب په تهران کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ په وروستۍ څلور اړخیزې ناستې کې د شوو موافقو دعملی کیدا غوښتنه کړې ده .
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د افغانستان د طالبانو د کډوالو د چارو د وزارت لوړپوړي مسئول دکډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ ددفتر له مشر سره په کتنې کې د ایران دڅلوراړخیزې ناستې د موافقو د عملی کیدا غوښته وکړه.
د افغانستان د کډوالو دچارو د وزارت مطبوعاتي دفتر نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل، ددغه وزارت یوه مسئول مولوی عبدالرحمن راشد د کډوالو په چارو کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ د دفتر له مشر لئونارډزولو سره په کتنې کې د دواړو اورګانونو د مشترکو فعالیتونو،ایران ته د سفر او په دغه هیواد کې د ترسره شوي څلوراړخیزې ناستې دنیتجو په باب بحث او خبرې کړي دي.
مولوي راشد په ایران کې دافغان کډوالو د وضعیّت په باب په تهران کې د ملګروملتو د لوړې کمیشنرۍ په وروستۍ څلور اړخیزې ناستې کې د شوو موافقو دعملی کیدا غوښتنه کړې ده .
په دغې کتنې لئونارډ زولو هم ووئيل،د ژمنتیاؤ او پروګرامونو دلا ښې اجرا او پر مخ بیولولپاره باید دایمی حل لاره او په ملی سویه بیا اتحاد وجود ولرل شي.هغه وړاندیز وکړ،چې د کډوالو د مشکلاتو ددایمی حل لارې او د پروګرامونو دغږملولو په خاطر دې د ملی اورګانونو په ګډون سره د کډوالو په چارو کې د وزارت په مشرۍ ناسته ترسره شي. هغه په دغې کتنې کې ووئيل ټاکل شوې چې د افغانستان،ایران، پاکستان او د ملګروملتو د پناه غواړو دلوړې کمیشنرۍ او دملاتړو هیوادونو ترمینځ دملګرتیا غونډه په راتلونکي کې په قطر کې ترسره شي.
د افغانستان دکډوالو او پناه غواړو د چارو دو زارت داطلاعاتو په اساس د مګړئ په ایران او پاکستان کې څه دپاسه شپږ میلیون افغان کډوال ژوند تیروي چې وئيل کیږي،ځیني په ډیر بد وضعیّت کې دي .