د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې فعالیت بندکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125318-د_ژغورنې_نړیوالې_کمېټې_هم_په_افغانستان_کې_فعالیت_بندکړ
تر دې وړاندې سېف دي چلدرن، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او ویې ویل له خپلو ښخینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې مرستو ته د محتاجو ماشومانو، ښځو او نارینه وو لاسنیوی نه شي کولی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 26, 2022 02:50 Asia/Kabul
  • د ژغورنې نړیوالې کمېټې هم په افغانستان کې فعالیت بندکړ

تر دې وړاندې سېف دي چلدرن، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او ویې ویل له خپلو ښخینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې مرستو ته د محتاجو ماشومانو، ښځو او نارینه وو لاسنیوی نه شي کولی.

د نړیوالې ژغورنې کمېټې هم اعلان وکړ چې په غیرحکومتي موسسو کې د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز په خاطر په افغانستان کې خپل فعالیتونه ځنډوي.

تر دې وړاندې سېف دي چلدرن، د ناروې د کډوالو شورا او پاملرنې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول او ویې ویل له خپلو ښخینه کارکوونکو پرته په افغانستان کې مرستو ته د محتاجو ماشومانو، ښځو او نارینه وو لاسنیوی نه شي کولی.

د نړیوالې ژغورنې کمېټه یا IRC څلورمه لویه او مهمه غیرحکومتي موسسه ده چې په افغانستان کې فعالیت دروي.

آی آر سي له ۱۹۸۸ څخه په افغانستان کې فعالیت کوي او په تېرو ۳ لسیزو کې یې له میلیونونو بېوزلو افغانانو سره مرستې کړي دي.

دې کمېټې ویلي چې په تېرو ۳ لسیزو کې هیڅ وخت داسې نه دي شوي چې دوی خپل فعالیت درولی وي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بیړنیو مرستو، روغتیا، تعلیم، او د ژوند د اړتیا وړ شیانو په برخه کې د افغانانو ملاتړ کاوه.

دا کمېټه وايي زمونږ نارینه او ښځینه کارکوونکي له کلیوالو او ښاریانو سره له نژدې کار کوي څو د دوی اړتیاوې وپېژني او د هغوی کلتوري حساسیتونو او ټولنیزونو مقرراتو ته په کتو پروګرامونه جوړ او تطبیق کړي

دا کمېټه په افغانستان کې څه باندې ۸ زره کارکوونکي لري چې د هغو په منځ کې تر ۳ زره ډېرې ښځې دي.