دباونه اوبندیزونه کار نه کوي
متقی څرګنده کړه، لکه څنګه چې د طالبانو ځواکونو د هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي، همدا ډول سوداګر او سرمایه دار هم باید د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې په موثره توګه هڅې وکړي.
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقی وايي پر افغانستان به فشارونه او بندیزونه کار ونه کړي، بلکې ستونزې باید د خبرو او تفاهم له لارې حل شي.
امیر خان متقی د مالي جرمونو د معافیت او له صنعت او سوداګرۍ د ملاتړ په غونډه کې وویل، چې پر افغانستان فشارونه او بندیزونه به کار ونه کړي، خو د خبرو او تفاهم له لارې ستونزې حل کېدای شي.
متقی څرګنده کړه، لکه څنګه چې د طالبانو ځواکونو د هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړي، همدا ډول سوداګر او سرمایه دار هم باید د هېواد د اقتصادي پرمختګ په لاره کې په موثره توګه هڅې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې اوس د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر وړاندې هېڅ ګواښ نشته، نو له دې فرصته باید استفاده وشي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقی وویل، د افغانستان مزاج داسې دی چې په همکارۍ او تبادلې سره پرمخ ځي او په تفاهم سره حل کېدای شي.
هغه د افغانستان او پاکستان وروستیو سرحدي تاوتریخوالو ته په اشارې سره زیاته کړه: موږ خپل ګاونډي هېواد پاکستان ته وایو چې تاوتریخوالی او کړکېچ د هیچا په ګټه نه دی، موږ تاسو خپل مسلمان ورور او ګاونډی ګڼو، تاسو باید ورته نظر ولرئ.
ده په دې خبرې سره چې د پاکستان لپاره ترانزيټي لارې خلاصې شوې دي، وويل: د ستونزو د حل لپاره بايد د طالبانو او پاکستان ترمنځ متقابل تعامل وشي.