د ورښتونو له امله د سالنګ او غور لارې تړل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125492-د_ورښتونو_له_امله_د_سالنګ_او_غور_لارې_تړل_شوي
د غور ولايت ځايي چارواکو ويلي، چې کابل او هرات ولايتونو سره د دغه ولايت لارې هم د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 30, 2022 02:20 Asia/Kabul
  • د ورښتونو له امله د سالنګ او غور لارې تړل شوي

د غور ولايت ځايي چارواکو ويلي، چې کابل او هرات ولايتونو سره د دغه ولايت لارې هم د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوي دي.

 

د سختو واورو له امله نن د سالنګونو او غور ولايتونو لارې تړل شوي.

په سالنګونو کې ځايي چارواکو تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو د واورو د ورښت وړاندوينه کړې ده.

د غور ولايت ځايي چارواکو ويلي، چې کابل او هرات ولايتونو سره د دغه ولايت لارې هم د سختو واورو او توپانونو له امله تړل شوي دي.

تر اوسه د دغو ورښتونو او توپانونو له امله د مالي او ځاني زيانونو راپور نه دی ورکړل شوی.

د افغانستان يوه لويه برخه خلک د طالبانو له واکمنيدو سره، د نړيوالو په بشري مرستو خپل ژوند تامینوي، چې د طبیعي پېښو او لار بنديو له امله په مرسته رسیدو کې ورته د ځنډ انديښنې موجودې دي.