د کابل دهوايي ډګر په چاودنه کې درنده مرګ ژوبله واوښته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i125582-د_کابل_دهوايي_ډګر_په_چاودنه_کې_درنده_مرګ_ژوبله_واوښته
د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم دکابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 07:50 Asia/Kabul
  • د کابل  دهوايي ډګر په چاودنه کې درنده مرګ ژوبله واوښته

د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم دکابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

 

د کابل  هوايي ډګرته نږدې په  چاودنه کې لس کسان مړه او اته نور ژوبل شوي دي .

د الجزیرې ټیلی ویژیونی چینل له راپور سره سم دکابل په پوځي هوايي ډګر کې چاودنه شوې چې د طالبانو چارواکو پکې د يو شمېر کسانو مرګ ژوبله تاييد کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي، چې دغه چاودنه نن سهار د ياد شوي هوايي ډګر په بهرني قراول کې رامنځته شوې ده.

ټکور زیاتوي، چې په دې چاودنه کې یو شمېر « هېوادوالو» ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د کره شمېر په اړه څه نه دي ويلي.

کومې ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دی اخیستی.