پاکستان دې د افغانستان له ګواښلو ډډه وکړي
د افغانستان پخواني ولسمشر د افغانستان په اړه له ګواښ او زور ویلو څخه د پاکستان پر ډډه کولو ټینګار وکړ.
په وروستیو اونیو کې له پوله ایزو نښتو او په کابل کې د پاکستان پر سفارت له ترهګریز برید وروسته، د اسلام آباد چارواکو تل د افغانستان د طالبانو حکومت د ترهګرو پر ملاتړ او دوی ته د پټنځای پر ورکولو تورن کړی دی.
د جمهور خبري آژانس د چهار شنبې ورځې د راپور له مخې، د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان پر ضد د پاکستاني چارواکو وروستیو ګواښوونکو څرګندونو په اړه وویل: پاکستان باید د دې هېواد پر وړاندې له ګواښ او زور ویلو ډډه او په سیمه کې د سولې او ټیکاو لپاره له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي.
حامد کرزي په خپل ټوییټر کې ولیکل: د پاکستان خلک د افغانستان ګاونډي ورونه دي، خو اوسنی وضعیت او د دې هېواد ناامني ډېری د پاکستان حکومت د سیاستونو پایله ده.
د افغانستان پخواني ولسمشر له پاکستان څخه وغوښتل چې له ناامنیو سره د ګټورې مبارزې لپاره د خپلو تېرو څو لسیزو پر سیاستونو ژور فکر وکړي او دوی ته بدلون ورکړي.
په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو له هغې ډلې د دې هېواد دفاع وزیر ویلي: د پاکستان طالبانو تحریک ډلې د افغانستان له خاورې د پاکستان د پوځ پر ضد عملیات کوي، هغه ادعا چې د افغانستان طالبانو هغه بې بنسټه یادوي.
په دې برخه کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ویلي: د دې هېواد پوځ حق لري د افغانستان په خاوره کې د پاکستان طالبانو تحریک پر ډلې برید وکړي.