افغان محصلینو د شهزاده هیري په جنایتونو اعتراض وکړ
د هلمند ولایت محصلینو د ۲۵ افغان ښاریزو په وژله کښې د بریطانیا د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده هیري د جنایتونو په غبرګون کښې مظاهرې وکړې.
د هلمند ولایت محصلینو د ۲۵ افغان ښاریزو په وژله کښې د بریطانیا د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده هیري د جنایتونو په غبرګون کښې مظاهرې وکړې.
شهزاده هیري د SPARE په عنوان سره د خپلو خاطراتو په کتاب کښې لیکلي دي: په ۲۰۱۲ کال کښې چې په دویم ځل افغانستان ته تلی و، په شپږو هیلي کوپټري عملیاتو کښې یې د طالبانو ۲۵ غړي وژلې دي.
د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د افغانستان په سویل کښې د یو پوهنتون د کابو شلو پوهنځیو محصلینو پرون د مظاهرو په کولو سره د افغان ښاریزو د وژلې په تور د هیري د محاکمه کیدو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې انګریز ځواکونو په افغانستان کښې تل په هلمند ولایت زیات تمرکز درلود.