شېخ نديم خپلې سختې خبرې بیرته واخیستې
ندا محمد ندیم مخکې د عصري زده کړو په اړه تر دې ويلي ووچې د طالبانو جنګياليو ته به د الوزولو ماينونو د شمېر له مخې تحصیلي اسناد ورکړي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شېخ ندا محمد ندیم د يو شمېر نړيوالو مرستندويانو استازو سره له ليدنو وروسته د عصري زده کړو په اړه خپلې سختې خبرې بیرته واخیستې.
نوموړي د دغه وزارت له لوري په يوه خپره شوې ويډيو کې ويلي، چې افغانستان د اقتصادي او نورې خپلواکۍ لپاره د عصري زده کړو پياوړتيا ته اړتيا لري.
د شېخ ندیم په وينا، دا اوس چې د افغانستان په سرحدونو کې سلګونه ناروغان له بې عزتۍ سره مخ دي، يو اصلي دليل يې د عصري زده کړو کمزوري ده.
ندا محمد ندیم مخکې د عصري زده کړو په اړه تر دې ويلي ووچې د طالبانو جنګياليو ته به د الوزولو ماينونو د شمېر له مخې تحصیلي اسناد ورکړي.
هغه په تازه ويډيو کليپ کې د نجونو د زده کړو په اړه د خپلو مخکينيو څرګندونو رد او تاييد دواړه نه دی کړی.
معلومه نه ده، چې د نوموړي او نورو افراطي طالب مشرانو په فشار د نجونو پر مخ د پوهنتونونو او ښوونځيو تړل شوې دروازې به بيرته پرانيستل شي کنه؟
د طالبانو ځينو منتقدانو د شېخ ندیم وروستۍ څرګندونې د همدغو فشارونو پايله ګڼلې او ويلي، چې طالب مشرانو د ولس غوښتنو ته غاړه کينښوده، خو د ډالرو د بندیدو له وېرې به له خپلې سخت دریځۍ تېر شي.