په افغانستان کې دخوراکي توکو کمښت انساني ناؤرین رامینځةکوي
(last modified Tue, 17 Jan 2023 00:18:33 GMT )
Jan 17, 2023 04:48 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دخوراکي توکو کمښت انساني ناؤرین رامینځةکوي

افغانستان همدااوس د امریکا او دناټو پوځیانو دشل کلنې نیواکګرۍ له امله له انساني ،اقتصادي او خوړو له جدي بحران سره  مخامخ دی.

د کډوالو په  چارو کې د ملګروملتو لوړې کمیشنرۍ په افغانستان کې د خوړو دتوکو د کمښت په باب خبرداری ورکړ.

افغانستان همدااوس د امریکا او دناټو پوځیانو دشل کلنې نیواکګرۍ له امله له انساني ،اقتصادي او خوړو له جدي بحران سره  مخامخ دی.

زمونږخبریال راپور راکړ، دد کډوالو په چارو کې دملګروملتو لوړې کمیشنرۍ پرون ناوخته پخپل کلني راپور کې په افغانستان کې د انساني بحران په خبرداری سره اعلان وکړ،په دغه هیواد کې د  انساني بحران دکمیدا هیڅ نښه نښانه نه ښکاري او په دغه هیواد کې بې وځلي په زیاتیدا ده او د افغانستان نیمه آبادي کافی خوړو ته لاس رسی نه لري.

په دغه راپور کې راغلي دي ، په غیر حکومتی موسیسو کې د افغان میرمنو د کار لپاره د محدودیّتونو اعمالیدا، اړمنو افغانانو ته د مرسته رسونې  بهیر له سستیدا سره مخ کړی دی او د افغانستان پر میرمنو اوماشومانو به ډيرې بدې اغیزې وشیندي.له دې مخکې هم ملګروملتو اعلان کړی ؤ په روان میلادي کال کې  دافغانستان  څه دپاسه اته ویشت میلیون خلک به دانسان دوستۍ   لومړنیو مرستو ته اړتیا ولري.

په دې زمینې کې په افغانستان کې د طالبانود حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي  په دا وروستیو کې په تیرو شلو کلونو کې  امریکا او دافغانستان نور نیواکګران  ددغه هیواد اوسني مشکلاتو مسئول بللي او وئيلی  دي ، نیواکګرانو په تیرو شلو کلونو کې  خلک په بمونو او بارودو سره وژل ،البته  اوس  غواړي په  لوږې  سره ئې ووژني .