د ملګروملتونو یو پلاوی کابل ته رسیدلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126406-د_ملګروملتونو_یو_پلاوی_کابل_ته_رسیدلی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو یو پلاوی د طالبانو د حکومت له چاروکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 09:50 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو یو پلاوی کابل ته رسیدلی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو یو پلاوی د طالبانو د حکومت له چاروکو سره د خبرو لپاره کابل ته رسیدلی دی.

افغانستان ته د ملګروملتونو د دغه پلاوي ورتلل په داسې حال کښې دي چې دغه هیواد همدا اوس د امریکا او د هغې د متحدانو د شل کلن پوځي نیواک په وجه له انساني ، اقتصادي او د خوراکي شیانو له کړکیچ سره مخامخ دی.

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد ، او د سولې او سیاسي چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال خالد خیاري، او د ملګروملتونو د د ښځو د دفتر اجرايي مدیره سیما بحوث په دغه پلاوي کښې شامل دي.

ملګروملتونو ویلي دي  چې د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره یوې سمدستي حل لار ته ضرورت شته.

له دې مخکې د بشر دوستانه چارو د غږملتیا لپاره د ملګروملتونو دفتر اوچا ویلي وو  د افغانستان دیارلس میلیونه ماشومان بشر دوستانه مرستو ته ضرورت لري.