طالبانو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت د پيژندلو غوښتنه وکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د نړیوالو ادارو او د نړیوالې ټولنې لخوا د دغه ډلې د حکومت په رسمیت نه پيژندل د افغانستان د مشکلاتو عامل وباله.
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیر خان متقي پرون په کابل کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له مرستیالې میرمن امنه محمد سره په کتنه کښې وویل د افغانستان د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پيژندل، د حکومت د مشرانو په سفرونو باندې بندیز او د بانک محدودیتونو د افغانستان د خلکو لپاره زیات مشکلات رامینځته کړي دي.
د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیالې میرمن امنه محمد د کتنې خبر ورکړ او د متقي په قول یې وویل د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پيژندلو، د حکومت د ځینو مشرانو په سفرونو باندې بندیز او د بانک د محدودیتونو اعمالولو د افغانستان د خلکو لپاره یوشمیر مشکلات رامینځته کړي دي.
هغه وویل ملګري ملتونه باید د مشکلاتو د حل لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
د طالبانو خارجه وزیر امیر خان متقي د افغانستان د حکومت بریاو ته په اشارې سره وویل هیله من یم چې د ملګروملتونو دغه پلاوی نړیوالې ټولنې ته د افغانستان حقیقي تصویر وړاندې کړي.
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې میرمن امنه محمد هم کابل ته د خپل سفر هدف د افغانستان د ښځو د زده کړې او د کار په هکله د ملګروملتونو د پیغام رسول وباله او زیاته یې کړه ملګري ملتونه هماغه راز له افغانستان سره د تعامل په دوام او له دغه هیواد سره د مرستو په دوام تمرکز لري.
هغې وویل په افغانستان کښې موجوده حالت له نړیوالې ټولنې سره څیړل کیږي چې له افغانستان سره د مرستې لپاره معلوم ګامونه واخیستل شي.