یونسکو افغانستان کې د تاريخي آبداتو بيا رغونې ته چمتووالی ښودلی
(last modified Tue, 24 Jan 2023 11:39:34 GMT )
Jan 24, 2023 16:09 Asia/Kabul
  • یونسکو افغانستان کې د تاريخي آبداتو بيا رغونې ته چمتووالی ښودلی

یونسکو افغانستان کې د تاريخي آبداتو بيا رغونې ته چمتووالی ښودلی

چارواکي وایي، په افغانستان کې د یونسکو سازمان ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې به د تاریخي ابداتو بیا رغونې کې مرسته او همکاري وکړي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال عتیق الله عزیزي په افغانستان کې د یونسکو سازمان له فرهنګي مسوول برایډن او مل پلاوي سره د لیدنې پر مهال د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د هغو تاریخي سیمو او لرغونو آبداتو د بیا رغونې په اړه خپلې اندېښنې سره شریکې کړې، چې له ګواښ سره مخ دي.

نوموړي ویلي، اوسمهال په هېواد کې د غور جام منار، د کندهار میرویس نیکه او احمدشاه بابا مزارونه، د هلمند د بست کلا ځینې دېوالونه او دروازې او هم په غزني او بامیانو ولایتونو کې د ځینو تاریخي ودانیو او علمي مرکزونه له ګواښ سره مخ دي او د ساتنې او بیا رغونې په برخه کې د یونیسکو د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې.

سرچینې زیاته کړې، چې د لیدنې په پای کې برایډن د دغو کارونو ترسره کول اړین بللي او د یادو کارونو د ترسره کولو لپاره يې خپل چمتوالی ښودلی دی.